د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلی ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوی په رسمي سفر پاکستان هيواد ته ورسيد
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلی ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوی پاکستان هيواد ته د رسيدو سره سم د پاکستان هيواد د روغتيا وزارت د استازو له لوري د تود هر کلي سره مخ شو!
ښاغلی وزير به د دې سفر په ترڅ کې "د نړيوال روغتیايي امنيت " په ستره ناسته چې د نړۍ د بيلا بيلو هيوادونو او د نړيوالو روغتيايي اداراتو استازي يې ګډونوال دي ګډون وکړي ، د يادې ناستې موخه د ناروغيو پر وړاندې يو والی ، مبارزه او په ګډه د معياري روغتيايي خدماتو وړاندې کول دي.
ښاغلی عباد به د دې تر څنګ د پاکستان هېواد له یو شمېر لوړ پوړو چارواکو او روغتیايي مسئولینو سره لیدنه ترسره او په پاکستان کې د افغان ډاکټرانو د روزنې اړوند د زمینه سازۍ او دې هېواد ته د لېږل شوو ډاکټرانو د ستونزو د حل په موخه بېلا بېلې ناستې ترسره کړي.