د اندراګاندي روغتون د قلبي څانګې کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې روزنیز پروګرام پیل شو
د عامې روغتیا وزارت د اندراګاندي د ماشومانو درملنې ملي او تخصصي روغتون د قلبي څانګې روغتیایي کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې درې میاشتنی روزنیز پروګرام پیل شو
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي، د قلبي پروژې مسؤل ډاکټر محمد شفیق امین، د قلبي څانګې متخصصینو او نورو روغتیایي کارکوونکو ګډون درلود.
د معالجوي طب لوی رئیس، ډاکټر وحدت الکوزي د یاد پروګرام پیل یو نوښت او د غوره مدیریت پایله وبلله او پر لازم دوام یې ټینګار وکړ. نوموړی زیاته کړه، دغه ډول پروګرامونه د روغتیایي کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړنې او خدماتو ښه والي لپاره خورا اړین دي، چې په وسیله به یې خدمات لا غوره او شته ستونزې حل شي.
د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی ریاست له لوري د روغتیایي کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړنې لپاره بېلابېل روزنیز پروګرامونه ترسره کېږي؛ څو د روغتیایي کارکوونکو ظرفیتونه لوړ او خدمات لا باکیفیته شي.
