د اکمال تخصص برنامې طبي کادر متخصصینو شوری دویمه ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۱:۴۱
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د اکمال تخصص برنامې طبي کادر متخصصینو شوری دویمه ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت، د اکمال تخصص برنامې استادانو، د کابل طبي پوهنتون رئیس مفتي اسدالله نجات، او د شوری طبي کادر مسلکي استازو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي طب یو مقدس مسلک یاد کړ او په تخصصي روغتونونو کې د نویو تخصصي څانګو رامنځته کولو ټینګار سربېره یې وویل:” په هغه ولایتي تخصصي روغتونونو کې چې په اړوندو څانګو کې ټرینران موجود نه وي، ټرینر استادان دې د مرکز کابل او یا حوزوي تخصصي روغتونونو په خالي بستونو کې د ازموینو له لارې ځای پر ځای او یا دې په خدمتي ډول یادو روغتونونو ته رسمي ټرینر متخصصین معرفي شي؛ ترڅو د روزنیزو برنامو معیار لا برابر او پروګرام له ځنډ او خنډ سره مخ نه شي.

په دې ناسته کې همداراز د اکمال تخصص ریاست له لوري د ۲۸ بېلا بېلو تخصصي برخو لپاره ترتیب شوی علمي نصاب (کریکولم) او د متخصصینو د علمي رتبو په برخه کې د مراحلو طی کولو لارښود تائید او تصویب شول.

د عامې روغتیا وزیر دغه راز د استادانو د علمي رتبو ورکولو په چارو کې د چټکتیا په موخه څو فرعي کمېټې وګمارلې، چې په دې برخه کې لازم اجراءت ترسره کړي.

د یادونې وړ ده، چې د اکمال تخصص لوی ریاست د هغه استادانو لپاره، چې علمي رتبو ته د ترفیع لپاره یې قانوني اسناد او پړاوونه بشپړ کړي وي، یو ځانګړی لارښود جوړ کړی، چې له مخې به یې د علمي رتبو برخه کې د اسنادو د کتلو چارې په نږدې راتلونکي کې پیل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د غزني او بادغیس ولایتي روغتونونو ته دوه پرمختللي اکسری ماشینونه وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له لوري د ۱۴۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت دوه پرمختللي اکسری ماشینونه پېرل شوي او د غزني او بادغیس ولایتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري د سلیم نیچرل فابریکې اړوند ۳۵۲۰ کیلوګرامه بې‌کیفیته درمل له منځه یووړل شول

یاد درمل چې دوه قلمه وو، یو قلم یې ۱۳ زره او ۳۰۰ بوتله او بل قلم یې ۷ زره بوتله درمل وو، چې د درملو د کیفیت کنټرول لابراتوار د ازموینو پایلو کې بې کیفیته او منفي ثابت شوي وو، د اړوندو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

د خوړو او درملو معینیت اداري غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په مشرۍ د درملو اړوندو برخو رئیسانو، مشاورینو او تخنیکي، حقوقي او اداري متخصصینو سره اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

BACK TO NEWS