د بدخشان او فراه ولایتونو د تخنیکي کمېټو او د عامې روغتیا مسؤلینو د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزه کې خپل کاري راپورونه د عامې روغتیا وزارت رهبري ته وړاندې کړل

Panah_moph
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۸ - ۲:۳۲
د بدخشان او فراه ولایتونو د تخنیکي کمېټو او د عامې روغتیا مسؤلینو د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزه کې خپل کاري راپورونه د عامې روغتیا وزارت رهبري ته وړاندې کړل

د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان جوړونې معین ډاکټر بشیر نورمل، د مالي او اداري معینیت سرپرست ډاکټر عبد القدیر قدیر، د ویډیو کنفرانس له لارې د یوې ناستې په ترڅ کې، د کورونا ویروس پروړاندې د مبارزې په برخه کې، د بدخشان او فراه ولایتونو تخنیکي کمېټو او د عامې روغتیا مسؤلینو کاري راپورونو ته کتنه وکړه.

په دې ناسته کې، د بدخشان او فراه ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو د ښه کولو او د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزه کې خپل کاري راپورونه د عامې روغتیا وزارت رهبري ته وړاندې کړل او د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ څخه د دوی ستونزو ته د حل او لاسرسي غوښتونکي شول.

سربېره پردې، د بدخشان او فراه ولایتونو روغتیایي مسؤلینو د هرات، بامیان، دایکندي، بغلان او کندز ولایتونو په استازیتوب خبرې وکړې او د یادو ولایتونو اړتیاوې یې د عامې روغتیا وزارت رهبري ته وړاندې کړې تر څو دې ته لاسرسی وشي.

د پالیسۍ او پلان جوړونې معین، د عامې روغتیا ولایتي رئیسانو کاري راپورونو د اورېدو پرمهال اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې د دوی د ستونزو ته د حل لپاره دې لازم اقدامات وکړي.

له بلې خوا، د تخنیکي کمېټو مسؤلینو، د روغتوني خدمتونو، سرویلانس، تشخیصیه خدمتونو، عامه پوهاوي او کورونا ویروس پروړاندې د کور پاملرنې کمېټې خپل کاري راپورونه د وزارت رهبري ته وړاندې کړل او د دې کمېټو د کاري چارو د ښه والي په موخه يې مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۵
Background image

د جمهوریت روغتون د ریفورم په اړه ناسته تر سره شوه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د جمهوریت روغتون د ریفورم په برخه کې د چارو ترسره کولو په موخه د ریاست الوزرا اداري مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ګمارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۴
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو سره ولیدل

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو او روغتیايي پرسونل سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د یو روغتیايي مرکز پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد روغتون په پرانیستې خوښي څرګنده کړه او د اړمنو هېوادوالو. . .

BACK TO NEWS