د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست د ابو علي سینا سیمه ییز روغتون لابراتوار څانګه د شاوخوا ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت په ۱۱ پرمختللو طبي ماشینونو سمبال شوې ده

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۶:۳۴
MOPH

په دې نوې نصب شویو دستګاوو کې د کیمیاوي موادو دوه اتومات دستګاوې، دوه هیماتولوژي دستګاوې، د کیمیاوي موادو دوه نیمه اتومات دستګاوې، د وینې د غلظت دوه دستګاوې، د هورموني موادو دوه دستګاوې او یوه د وینې د ګازاتو تحلیل کوونکې (ABG) دستګاه شامله ده.

د دې وسایلو د پرانیستلو او فعالولو مراسم د بلخ ولایت د عامې روغتیا رئیس الحاج رحمت الله منصور، د یاد ریاست د مرستیال ډاکټر سید احمد شاداب، د سیمه ییز روغتون روغتیایي کارکوونکو او ډیری نورو مسؤلینو په شتون کې ترسره شول.

د یادونې وړ ده، چې د دې وسایلو په فعالولو سره به د سیمه ییز روغتون لابراتوار د معیاري تشخیص لپاره نور هم پیاوړی شي او د ناروغانو د درملنې پروسه به ګړندۍ او اغېزمنه شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۱۸
Background image

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر او د روسیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد له سفیر، ښاغلي دیمیتري ژیرنوف (Dmitry Zhirnov) او مل پلاوي سره لیدنه ترسره کړه:

د دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۵۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت او ورزشي ادارو په ګډه د اعتياد مخنیوي او د روغ شوي کسانو د بیا رغونې لپاره هڅې ګړندۍ کړې

د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې ۴۵۰ بستریز روغتون له لوري، د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست سره په همغږۍ، د نشه‌ يي توکو پر وړاندې د مبارزې، د تداوي شويو ناروغانو د بیا. . .

BACK TO NEWS