د بې پولې ډاکټرانو سازمان (MSF) له لوري دوه مجهز امبولانسونه د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست ته وسپارل شول
د دې امبولانسونو د سپارلو مراسم د عامې روغتیا رئیس رحمت الله منصور، په بلخ کې د MSF استازي محمد جبرائیل، یو شمېر نورو مسؤلینو او روغتیایي همکارانو په شتون کې ترسره شول.
د بلخ د عامې روغتیا رئیس، له دې مرستې څخه مننه وکړه او ویې ویل: چې دا امبولانسونه به د بېړنیو خدماتو په وړاندې کولو، د ناروغانو په لېږدولو او عاجلو حالاتو ته په چټک ځواب ویلو کې مهم رول ولوبوي، هغه هیله څرګنده کړه، چې د MSF سره همکاري به دوام ومومي.
په ورته وخت کې، د بلخ ولایت لپاره د MSF دفتر مشر، محمد جبرائیل د بلخ د عامې روغتیا رئیس د هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل: "موږ منندوی یو چې د بلخ د عامې روغتیا ریاست تل د ملګرو سازمانونو سره صادقانه او نږدې همکاري کړې ده، دا ډول همغږي موږ ته فرصت برابروي، چې اړمنو خلکو ته غوره خدمات وړاندې کړو".
