د ترافیک پولیسو ۱۰۰ تنو ته د سړکونو د خوندیتوب او لومړنیو روغتیايي مرستو د زده کړې په موخه ورکشاپ ترسره شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۱۳:۱۵
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول لوی ریاست له لوري د ترافیک پولیسو ۱۰۰ تنو ته د دوه جلا دورو په لړ کې د سړکونو د خوندیتوب او لومړنیو روغتیايي مرستو د زده کړې په موخه دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د غیر ساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول مسؤل، ډاکټر محمد سمیع کریمي د ترافیکي پېښو په کنټرول کې د ترافیک پولیسو رول اړین وباله او هغوۍ ته یې د لومړنیو روغتیايي مرستو په اړه زده کړې يو اړین امر یاد کړ.

ډاکټر سمیع زیاته کړه، سیمې ته د روغتیايي کارکوونکو او امبولانس تر راتګ ټپیانو ته رسېدنه، د سختې وینې بهېدنې مخه نیول او روغتونونو ته په سمه توګه د ټپیانو لېږدول د ترافیک پولیسو له دندو څخه دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۱۸
Background image

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر او د روسیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد له سفیر، ښاغلي دیمیتري ژیرنوف (Dmitry Zhirnov) او مل پلاوي سره لیدنه ترسره کړه:

د دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۵۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت او ورزشي ادارو په ګډه د اعتياد مخنیوي او د روغ شوي کسانو د بیا رغونې لپاره هڅې ګړندۍ کړې

د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې ۴۵۰ بستریز روغتون له لوري، د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست سره په همغږۍ، د نشه‌ يي توکو پر وړاندې د مبارزې، د تداوي شويو ناروغانو د بیا. . .

BACK TO NEWS