د ترکیې د علم او فکر څېړنې مرکز له لوري د کونړ زلزله ځپلو سره د ۱۰۰ زره ډالرو مرسته

په ترکیې هېواد کې د ا.ا.ا روغتیايي اتشي دوکتور فضل الله سیرت سره د ترکیې د علم او فکر څېړنې مرکز (İFAM) رئیس د افغانستان د کونړ له زلزله ځپلو کورنیو سره د مرستې او لاسنیوي په موخه د ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو مرسته وکړه
یاده مرسته په ترکیه کې د ا.ا.ا روغتیایي اتشې، دوکتور فضل الله سیرت ته وسپارل شوه، چې موخه یې د وروستۍ زلزلې له امله اغېزمنو شویو کورنیو سره مرسته او په دې سختو حالاتو کې د هغوی لاسنیوی دی، چې د اړوندو مسؤلو ارګانونو په همکارۍ به په شفاف ډول زلزله ځپلو هېوادوالو ته ورسول شي.
په ترکیه کې د ا.ا.ا روغتیایي اتشې د ترکیې د علم او فکر څېړنې مرکز له دې بشردوستانه اقدام څخه مننه وکړه او دا ډول مرستې یې د زیانمنو خلکو د ژوند ژغورنې او روغتیا خوندیتوب لپاره اغېزمنې وبللې.