د تړون ورکړې خبرتیا!

Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري، چې د عامې روغتیا وزارت اړوند (د سرطان د کنټرول ملي پروګرام لپاره د قرطاسي او چاپي موادو برابرول او تدارک چې د تړون پېژندنې شمېره یې (MOPH/1404 /NCB/ G-1276)ده. د (آریا استیشنري لمیتد) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت چې د (0101-7052) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (شهرنو - چهاراهي صدارات، مرکزکابل) کې دی.
د تړون بیه یې (1,690,000) یو میلیون شپږ سوه نوي زره افغانۍ ده.
د ټولو حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر ۷ تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند د اجناسو او غیر مشورتي خدماتو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا وزارت څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.