د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

موضوع: د خوشحال خان مېنې اړوند (ب) سیمه کې د عامې روغتیا وزارت اړوند ځمکې احاطوي دېوال رغولو پروژې د تړون ورکړې خبرتیا!

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دويمې فقرې سره سم له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري؛ څو د خوشحال خان مېنې اړوند (ب) سیمه کې د عامې روغتیا وزارت اړوند ځمکې احاطوي دېوال رغولو پروژه چې د تړون شمېره یی(MOPH/COSTRUCTION OF WALL/NCB/1403/W-01) ده. د (د جبار پیمان ودانیز ، سرک جوړونې او د ودانیزو مواد تولید شرکت) ته ورکړي، یاد شرکت د (۲۱۱۹۳-D)ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې ( د محراب الدین قریشي مارکیټ، د پروان سه څلورلارۍ سرک، مرکز کابل،افغانستان) دی.

 د تړون لومړنۍ بیه یې (۴،۹۲۴،۲۴۰) څلور میلیونه نهه سوه څلور ویشت زره دوه سوه څلوېښت افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوۍ کولای شي، چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلی بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر اوو تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند، ودانیزو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کږي.

More tenders

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۲:۲۴
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او عامې روغتیا وزارت لنډ مهالي اجرایوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د رابعه بلخي روغتون ریاست په پام کې لري د دې روغتون اړوند (د یوه قلم طبي . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۹:۴
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري لاندې تړون ګټونکی داوطلب ته ورکړي:

د . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۳:۴۱
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د استقلال روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه کوي څو څو د 2 دوله تیل او مایع گاز د تدارک پروژې داوطلبۍ په پروسه کې چې د (MOPH/EH/NCB/1405/G04) ریفرینس نمبر لرونکې ده، . . .

Back to tenders