د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرایوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري، د دغه وزارت اړوند (د ابن سینا ۱۰۰۰ بستریز، جنګلک ۴۵۰ بستریز، د ځوانانو ۱۰۰ بستریز، د پلچرخي ۵۰ بستریز، د اغوش کمپ ۱۰۰ بستریز او کوهدامن ۲۰ بستریز روغتونونو اړوند لابراتواري مصرفي توکو تدارک پروژه) چې د پېژندنې شمېره یې (MOPH/1404/NCB/G-2810) ده (خدمات لوژستیکي جلال امید مصور لمیتد تجارتي) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (74965) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (بهارستان، کارته پروان، 2ناحیه، مرکز کابل) کې دی او د تړون بیه( 2,208,020) دوه میلیونه دوه سوه اته زره او شل افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي اشخاصو د هر ډول نیوکو په صورت کې هغوی کولای شي، خپلې نیوکې په لیکلې بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو نېټې څخه تر دریو تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند  د اجناسو تدارکاتو امریت ته، چې د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.

یادونه: دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنا نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۱:۰
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو د قانون د مادو او د دې وزارت د لنډمهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت د وزیر محمد اکبرخان روغتون ریاست په پام کې لري لاندې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۴:۱۳
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د شېخ زاید روغتون ریاست ټولو هغو په شرایط برابر او وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو {د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د ۱۵,۰۰۰ پنځلس زره لیټره ډیزل تېلو د تدارک او برابرولو} په داوطلبۍ کې چې د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۴:۹
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري، چې د عامې روغتیا وزارت اړوند ( د . . .

Back to tenders