د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د دې وزارت اړوند (د معلولیت او بازتوانۍ پروژې اړوند ارتوپیدي او فزیوتراپي مصرفي موادو چمتو کول او تدارک پروژه د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره چې د پېژندنې شمېره یی (MOPH/1405/NCB/G-2134) ده.
(حمید مشواڼي تجارتي ) شرکت ته تړون ورکړي، یاد شرکت (31977) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (حاجي خدا رحیم مارکیټ مرکز مزار شریف ) کې دی. چې د تړون بیه (16,731,182) شپاړس میلیونه اووه سوه یو دېرش زره یو سل دوه اتیاه افغانۍ ده.
د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي چې خپلې نیوکې په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر پنځو کاري ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند د اجناسو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.
