د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري؛ څو د دغه وزارت اړوند محمد علي جناح روغتون د اړتیا وړ لابراتواري ریجنـټونو چمتو کول او تدارک چې د ریفرینس شمېره MOPH/GDCM/SSHC/NCB/1403/G03 ده تړون یې د (نوی سالار سلطان لمیټد) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (۲۲۲۶۷) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (خیرخانه، دریمه حصه، مرکز كابل، افغانستان) کې دی. د تړون لومړنۍ بیه یې (۲،۴۲۶،۵۶۹.۲) دوه ميليونه څلور سوه شپږ ویشت زره پنځه سوه نهه شپېته اعشاریه دوه افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوۍ کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر ۷ تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۳ - ۱۳:۴۹
Background image

د داوطلبۍ بیاځلې خبرتیا!

د معلولینو بیا رغونې روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د24  قلمه طبي تجهیزاتو د داوطلبۍ په پروسه کې گډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د فلش له لارې د یادې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۳ - ۱۳:۳۵
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د استقلال روغتون په پام کې لري؛ څو د اړتیا وړ 120 قلمه طبي ملزمې چمتو کول او تدارک چې د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۳ - ۱۲:۵۰
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري؛ ترڅو د ملاریا ملي پروګرام لپاره د ډینګې . . .

Back to tenders