د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست په پام کې لري، د 1405 هجري شمسي کال لپاره د شیخ زاید نیروساینس روغتون د اړتیا وړ 41 قلمه تنظیفاتي او IP موادو چمتو کولو او تدارک پروژې تړون، چې د پېژندنې شمېره یې (MOPH/1405/ NCB/G-2734) ده، (باسط الیاس لوژیستیکي خدماتو) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت چې د (84577) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې د (ګلخانې بلاکونه، د خیرخانې اوله برخه، مرکز کابل - کابل) کې دی او د تړون بیه (2,524,614)  دوه میلیونه پنځه سوه څلور ویشت زره شپږ سوه څوارلس افغانۍ ده.

حقیقي او حکمي اشخاص د هر ډول نیوکو په صورت کې کولای شي، چې خپلې نیوکې په لیکلې بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو نیټې څخه تر پنځو کاري ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند د اجناسو او غیر مشورتي خدماتو تدارکاتو آمریت، دوهم منزل، چې د عامې روغتیا وزارت څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په مانا نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۷
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د رابعه بلخي روغتون ریاست  ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د لاندې ذکر شویو پروژې:

د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د اړونده شرطپاڼې سافټ د رابعه بلخي روغتون . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۱:۴۶
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د دې وزارت اړوند (د نیمروز ولایت . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۱:۳۹
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري، چې د دې وزارت اړوند (د سناتور جنت . . .

Back to tenders