د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د دې وزارت مرکزي او دوهمي واحدونو د ګرمولو لپاره مایع گاز تهیه او تدارک پروژې تړون، چې د پېژندنې شمېره یې (MOPH/1405/NCB/G-2881) ده، (د حفيظ الله منصوري لوژستیکي خدماتو) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (42742) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (قلعه موسی، مرکز کابل، کابل) کې دی او د تړون بیه (1,415,000) یو ملیون څلور سوه پنځلس زره افغانۍ ده.
حقیقي او حکمي اشخاص د هر ډول نیوکو په صورت کې کولای شي، خپلې نیوکې په لیکلې بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو نیټې څخه تر پنځو کارې ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند د اجناسو او غیر مشورتي خدماتو تدارکاتو آمریت، دوهم منزل، چې د عامې روغتیا وزارت څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په مانا نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.
