د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري، د دغه وزارت اړوند (د 1405 هجري شمسي کال، د اداري ریاست د اړتیا وړ تنظیفاتي موادو پیرلو او چمتو کولو پروژې تړون) چې ريفرينس شمېره یې (MOPH/1405/NCB/G-2789)ده، (الهدای افغان لوژیستیکي خدماتو شرکت) ته ورکړي، یاد شرکت (97547) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (ده دانا، د زین العابدین مسجد ترڅنګ، اوومه ناحیه، مرکز کابل) کې دی او د تړون بیه (1,502,500) یو میلیون پنځه سوه دوه زره پنځه سوه افغانۍ ده.
حقیقي او حکمي اشخاص د هر ډول نیوکو په صورت کې کولای شي خپلې نیوکې په لیکلې بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو نېټې څخه تر پنځو کاري ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت دوهم منزل د تدارکاتو ریاست اړوند د اجناسو تدارکات او غیر مشورتي خدماتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه کې موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په مانا نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.
