د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري، د دغه وزارت اړوند (د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره، د راډيولوژي انسټیټیوټ د اړتیا وړ، د یو پایه MRI 1.5 Tesla چمتو کولو او تدارک پروژه) چې ريفرينس شمېره یې (MOPH/1405/NCB/G-2147) ده، (صحت اندیشان لمتد) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (40910) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (عشقري مارکیټ، مرکز بلخ، مزار شریف، بلخ) کې دی او د تړون بیه (101,590,500) یو سلو یو میلیون، پنځه سوه نوي زره او پنځه سوه افغانۍ ده.
حقیقي او حکمي اشخاصو د هر ډول نیوکو په صورت کې کولای شي خپلې نیوکې په لیکلې بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند د اجناسو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په مانا نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.
