د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري؛ څو د عامې روغتیا وزارت اړوند د محمد علي جناح روغتون د اړتیا وړ د طبي اکسیجن ګاز چمتو کول او تدارک چې د ریفرینس شمېره MOPH/GDCM/SSHC/NCB/1403/G-06 ده تړون یې د (خدمات حفظ و مراقبت حکاني) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (D-01-903) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې ( د امیري شهرک دویم سرک، مرکز مزار شریف, بلخ، افغانستان) کې دی.

 د تړون لومړنۍ بیه ۱،۱۵۳،۰۰۰)یوميليون، یو سل دري پنځوس  زره ( افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوۍ کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر ۷ تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۴:۳
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د لاندې ذکر شویو پروژو:

د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي  او د اړونده شرطپاڼې سافټ د tenders . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

د داوطلبۍ بیا ځلې خبرتیا!

د استقلال روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي،؛ څو د طبي اکسیجن ګاز د تدارک پروژې د بیا ځلی داوطلبۍ په پروسه کې چې د (MOPH/EH/NCB/1405/G01) ریفرینس نمبر لرونکې ده . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۴:۳۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د الشفاء روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، څو (د ناروغانو، پایوزانو او نوکریوالانو لپاره د آشا میدني اوبو پروژه) چې ریفرینس شمېره یې (MOPH/1405/NCB/G026) ده، د . . .

Back to tenders