د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د دې وزارت اړوند ( د کندز حوزوي روغتون د ارتقا او د خدمتونو د ښه والي په موخه د ۴۸ قلمه طبي تجهیزاتو د چمتو کولو او برابرولو پروژه د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره ) چې د پېژندنې شمېره یې (MOPH/1405/NCB/G-2908) ده. د ( معصوم مشعل ) شرکت ته تړون ورکړي، یاد شرکت (۷۹۳۶۱) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (د عدالت تجارتي او رهايشي مارکيټ ۱۱ مه ناحيه، مرکز کابل ) کې دی. چې د تړون بیه یې (۱۳،۰۱۰،۲۱۴) دیارلس میلیونه لس زره دوه سوه او څوارلس افغانۍ ده.
د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي چې خپلې نیوکې په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر پنځو کاري ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند د اجناسو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.
