د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دويمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري، چې د ماشومومانو د روغتیا اندراګاندي انسټېټیوټ د احاطوي دېوال بیارغولو پروژه چې د تړون شمېره یې(MOPH/CONSTRUCTION OF WALL/NCB/1403/W-04) ده. د ( نثار نصیر ودانیز او سرک جوړونې شرکت) ته ورکړي، یاد شرکت د (D–25234) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (خواجه مشهد د ناشر باغ ته مخامخ، د کندز مرکز، کندز ولایت) کې دی.

د تړون لومړنۍ بیه یې (2,940,200) دوه میلیونه نهه سوه څلوېښت زره او دوه سوه افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوۍکولای شي، چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر ۷ تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند ودانیزو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۲۸
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

)د 1405 د مالي کال لپاره د یوه قلم ډیزل تیل تهیه او تدارک کول(

شماره- MOPH/NCB/IGICH/1405/G5

{د اندراګاندي د ماشومانو درملنې روغتون د تدارکاتو لوی مدیریت} له لوري ټولو په شرایطو وړ . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۹:۴۴
Background image

د عمومي جراحۍ متخصص (احمد شاه بابا مېنې روغتون)!

دنده: د عمومي جراحۍ متخصص (احمد شاه بابا مېنې روغتون)
اړوند اداره: د جدي څارنې څانګې (ICU) پروژه
ولایت: کابل/ مرکز
د دندې ځای: د احمد شاه بابا مېنې روغتون
د بست شمېر: ۱
د قرارداد موده: . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۹:۳۱
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

{د 1405 مالي کال لپاره د 47 قلمه برېښنایي توکو تهیه او تدارک کول}

شماره- MOPH/NCB/IGICH/1405/G14

{د اندراګاندي د ماشومانو درملنې روغتون د تدارکاتو لوی مدیریت} له لوري ټولو په شرایطو . . .

Back to tenders