د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري؛ ترڅو د عامې روغتیا وزارت د مرکزي اداري دفترونو او دوهمي واحدونو د گرم ساتلو په موخه د یو قلم مایع گاز تړون چې د پېژندنې شمېره یې (MOPH/ NCB/1403/G18) ده. د ( برج عیاران لوژستیکي خدماتو ) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت چې د (50207) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې ( سرک دارالامان، شپږمه ناحیه ، مرکز کابل، افغانستان) کې دی. چې د تړون بیه (3،174،000) درې میلیونه یو سل څلور اویا زره افغانۍ ده.
د ټولو حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوۍ کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې سره سم تر ۷ تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست، ادارې تعمیر، لومړي منزل د اجناسو او غیر مشورتي خدماتو د تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا وزارت څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.