د تړون ورکړې خبرتیا!

Publish Date
Closing Date
موضوع: د ننګرهار ولایت اړوند عدلي طب په ودانۍ کې د معیاري سړې خونې جوړولو پروژه:
د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دويمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري؛ ترڅو د ننګرهار ولایت اړوند عدلي طب په ودانۍ کې د معیاري سړې خونې جوړولو پروژه چې د تړون شمېره یې(GOV/MOPH/SFMP/NCB/1403/CON02) ده. د (د میر اغا حسین خیل ودانیز شرکت) ته ورکړي، یاد شرکت د (44212) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (سلطان غازی بابا ښارګوټی، د لغمان ښار لومړۍ ناحیه) کې دی. د تړون لومړنۍ بیه یې (1,386,200.00) یو میلیون درې سوه شپږ اتیا زره دوه سوه افغانۍ ده.
د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر ۷ تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند ودانیزو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.