د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د استقلال روغتون په پام کې لري چې د خپل د اړتیا وړ 16425 بالونه طبي اکسیجن چمتو کول او تدارک چې د ریفرینس شمېره MOPH/EH/NCB/1404/G01 ده؛ تړون یې د (افغان اکسیجن شرکت) ته ورکړي، یاد شرکت (D-29072) شمېرې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (کابل – پکتیا کوټ- کابل جلال آباد سړک) کې دی. د تړون لومړنۍ بیه (3942000) درې میلیونه، نه سوه دوه څلویښت زره افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوي کولای شي د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپلې نیوکې په لیکلي بڼه د دلایلو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر اوو تقویمي ورځو استقلال روغتون ته، چې په سه راهی علاوالدین – د دارالامان سړک شپږمه ناحیه کې موقعیت لري، وسپاري.

یادونه: دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په مانا نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کیږي.

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۳۶
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري لاندې تړونونه ګټونکو داوطلبانو ته ورکړي:

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۲۷
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري؛ څو د دې وزارت اړوند  (  د کندهار ولایت میرویس حوزوي روغتون د اړتیا وړ ۱۷۲ قلمه طبي ملزماتو چمتو . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۸:۲۵
Background image

د بیا ځلې داوطلبۍ خبرتیا!

د عاجل ابن سینا روغتون  ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د(یو قلم طبي اکسیجن، 1405کال) پروژې داوطلبۍ پروسه کې، چې د (MOPH/ECP/NCB/1405/G001)  شمېرې لرونکې ده، . . .

Back to tenders