د تړون ورکړې د پرېکړې خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

په دې توګه دتدارکاتو  د عقود قانون د اوومې مادې د لومړې فقرې پر بنسټ ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چي د اندراګاندي د ماشومانو د درملنې روغتون په پام کې لري، چې د دې روغتون اړوند د 1404 مالي کال لپاره د ډیزل تېلو تهيه او تدارک کول تړون چې شمېره یې عبارت له MOPH/NCB/IGICH/1404/G6 څخه ده د افغانستان نفت او ګاز دولتي شرکت، چې د کابل ولایت مرکز، سرکوتل خیرخانه سیمه کې موقعیت لري او  79955 جواز شمېرې لرونکی دی د {8,296,000} اته میلیونه دوه سوه شپږ نوي زره افغانۍ مجموعي قیمت سره ورکړي.

حقیقي او حکمي کسان چې په دې برخه کې هر ډول نیوکې (اعتراضونه) ولري، کولای شي خپله نیوکه د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر دري تقویمي ورځو پورې په لیکلې بڼه له لاملونو سره یو ځای د اندراګاندي ماشومانو د درملنې روغتون ته چې د کابل ښار وزیر محمد اکبر خان مېنې لسم سړک کې موقعیت لري د تدارکاتو د عقود قانون اوومې مادې دوهمې فقرې د حکمونو سره سم وړاندې کړي.

دا خبرتیا د تړون په مانا نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او ورپسې قانوني پړاونو تر بشپړېدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۳:۲۹
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت ملي انسټېټیوټ د (48500) قطعو د ډیجیټل اکسری اکفا فلمونه او (3000) قطعو . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۲:۵
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا !

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د اول لاټ (د عامې روغتیا وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د 43 قلمه معلوماتي ټکنالوژۍ او هارډویر وسایلو تهیه او . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۴:۲۱
Background image

د بیا ځلی داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو  (د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د سرطان د کنټرول ملي پروګرام د اړتیا وړ معلوماتي ټکنالوژۍ او امنیتي وسایلو ) چې د ( MOPH . . .

Back to tenders