د ثالثي روغتیایي خدمتونو د ارقامو راټولولو لپاره نوې فورمې او میکانیزم د (Tertiary Complementary -HMIR) په نوم جوړ او زر به په روغتونونو کې عملي شي

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۳:۱۷
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست له لوري د ثالثي روغتیایي خدمتونو د معلوماتو راټولولو لپاره یو نوی میکانیزم او فورمې جوړې او په همدې موخه د کابل ښار د لسو تخصصي روغتونونو ۳۵ تنو سرطبیبانو، د HMIS افیسرانو او د اړوندو څانګو ټرینر متخصصینو ته د ظرفیت لوړونې په موخه درې ورځنی ورکشاپ ترسره شو

د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکتر عنایت‌الله عنایت د یادې برنامې د پرانیستې پر مهال د TC-HMIR فورمو پر اهمیت، د وزارت د ستراتیژیکو لومړیتوبونو پر بنسټ د دقیقو معلوماتو راټولولو، اړتیاوو او د روغتیایي سیسټم د شفاف مدیریت او شواهدو پر بنسټ د پرېکړو د اهمیت په اړه تفصیلي څرګندونې وکړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۵۱
Background image

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست ته ۲۹ قلمه درمل وسپارل شول

یاد درمل د یونیسف نړيوالې ادارې له لوري د روان میلادي کال دوهمې ربعې لپاره د ننګرهار سیمه‌ییز تخصصي او د ولسوالیو روغتونونو کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د ننګرهار عامې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۴۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د سرحدي بندرونو کارکوونکو ته د ساري ناروغیو په برخه کې روزنیز ټرېننګ ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست له لوري د تورخم فرضي کرښې او اسلام قلعه بندر روغتيايي کارکوونکو ته کابل کې د ساري ناروغیو د څارنې، مخنیوي او کنټرول په برخو کې د کارکوونکو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۴۰
Background image

بلخ ولایت کې د خصوصي روغتیايي سکتور او د خوراکي توکو له پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

ياد نظارت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د تېر يو کال په ترڅ کې د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې له (۹۷۱) درملتونونو، (۱۳۳) لابراتوارونو، (۲۴۸) د درملو عمده پلورنځيو. . .

BACK TO NEWS