د جنګلک د روږدو درملنې ۴۵۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو څخه د مخنیوي ټیم د فقیر فیروزي لېسې زده‌کوونکو ته د نشه‌ يي توکو څخه د مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره کړ

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۳۲
MOPH

د دې پروګرام موخه د نشه‌ يي توکو د زیانونو او ناوړه پایلو په اړه د زده‌ کوونکو د پوهاوي کچې لوړول او د هغوی د وقايوي روحیې پیاوړتیا وه.

په دغه پروګرام کې د نشه‌ يي توکو د استعمال له امله پر جسمي او رواني روغتیا د منفي اغېزو او د ناوړه ټولنیزو او اخلاقي پایلو په اړه معلومات وړاندې شول.

همدارنګه د تنکیو ځوانانو د نشه‌ يي توکو د کارونې پر لور د تمایل لاملونو لکه د ملګرو اغېز، کورنۍ ستونزې، رواني او ټولنیز فشارونه او ناسالم چاپېریال په اړه بحث او خبرې وشوې.

همداراز، د نشه‌ يي توکو د استعمال مخنیوي په برخه کې د کورنۍ، ښوونځي او ټولنې پر مهم رول ټینګار وشو او د نشه‌ يي توکو د زیانونو په اړه د اسلام د مبارک دین لید لوری هم بیان شو.

 په پای کې زده‌ کوونکو خپلې پوښتنې او نظرونه مطرح او د نشه‌ يي توکو له استعمال څخه د مخنیوي د لارو چارو په اړه یې په بحث کې ګډون وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت په وزیر محمد اکبر خان تخصصي او ثالثي روغتون کې د سینې او هډوکو د سرطانونو په اړه د عامه پوهاوي کنفرانس ترسره شو

په دې کنفرانس کې چې د یاد روغتون رئیس ډاکټر عنایت الله عنایت، ټرېنرانو، ټريني ډاکټرانو او یو شمېر نورو روغتیايي کارکوونکو ګډون کړی و. ډاکټر عنایت الله عنایت د کنفرانس موخه روښانه کړه او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري په نورستان ولایت کې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو روغتیايي مرکزونو د بیارغونې چارې پیل شوې

د یادو روغتیايي مرکزونو د بیارغونې چارې د نورستان والي الحاج قاري زین العابدین عابد، د عامې روغتیا رئیس الحاج ډاکټر سمیع الله عابد نیازي، د ولایتي روغتون آمر مولوي نقیب الله نوري او یو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۵۷
Background image

په کابل ښار کې د درملو شپږ عمده پلورنځي موقتاً مهر او لاک شول

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې ریاست کارکوونکو د خپلو ورځنیو څارنو او پلټنو په لړ کې، د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې د دشت برچي په سیمه کې د خپلواک مارکېټ د درملو له ۹ عمده پلورنځیو. . .

BACK TO NEWS