د جوزجان ولایت درزآب ولسوالۍ کې یو د روغتیایي مرکز ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۴ - ۱۶:۱
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لوري د جوزجان ولايت درزآب ولسوالۍ بتو کلي کې د سل زره امریکايي ډالرو په لګښت د یو روغتیايي مرکز ودانۍ جوړه او د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په دغو مراسمو کې د عامې روغتيا وزارت د مالي او اداري چارو مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده، د جوزجان د عامې روغتیا رئيس قاري ذبيح الله حسيني، قومي مشرانو ، علماء کرامو او یو شمیر نورو مسؤولینو ګډون کړی و.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتيا وزارت د مالي او اداري چارو مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده وویل: چې اسلامي امارت په ځانګړې توګه د عامې روغتیا وزارت د خپل دردیدلي او کړیدلي ولس لپاره د غوره روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو هڅو په  لړ کې یې د جوزجان ولایت په درزآب ولسوالۍ کې د سل زره امریکایي ډالرو په لګښت یو روغتیايي مرکز ګټې اخیستنې ته وسپاره چې د پنځه زره کورنیو لپاره به د روغتیايي ستونزو حل کې د پام وړ بدلونونه رامنځته کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS