د جوزجان ولایت په قرقین ولسوالۍ دینار سیمه کې یو روغتیایي مرکز جوړ شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۵ - ۱۳:۵۶
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لوري د جوزجان ولایت قرقین ولسوالۍ دینار سیمه کې د (۲۸) میليونه افغانيو په لګښت د یو روغتیايي مرکز ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي، مولوي محمد اسحاق صاحب زاده، د جوزجان عامې روغتيا رئیس قاري ذبیح الله حسیني، مسئولینو،علماء کرامو او قومي مشرانو ګډون کړی و.

یادې غونډې ته د وینا پرمهال د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده وویل: دغه روغتیايي مرکز (CHC) د ۲۸ میليونه افغانيو په لګښت د شاخوا ۱۶ زره کورنيو روغتیايي اړتیاوو پوره کولو په ظرفیت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

ښاغلي محمد اسحاق صاحبزاده په خپلو خبرو کې د قرقین ولسوالۍ اوسیدونکو لپاره ددغه روغتیايي مرکز جوړېدل ستره لاسته راوړنه وبلله او هم یې د نورو روغتیايي اسانتیاوو برابرېدو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS