د خصوصي انسټېټیوټونو عمومي رئیس په لوګر ولایت کې د یو شمیر خصوصي روغتیايي انسټېټیوټونو څخه لیدنه تر سره کړه
د عامې روغتیا وزارت د خصوصي انسټېټیوټونو عمومي رئیس، مولوي محمد ګلاب راشد او ورسره مل پلاوي لوګر ولایت ته د سفر پرمهال له یو شمېر خصوصي روغتیايي انسټېټیوټونو لیدنه کې مسئولینو ته د ځینو ستونزو د حل په موخه لازمې سپارښتنې ترسره کړې.
د خصوصي انسټېټیوټونو عمومي ریاست د عامې روغتیا وزارت اړوند، پوهاند غضنفر انسټېټیوټ تر چتر لاندې فعالیت کوي، چې په ټول هېواد کې نیمه عالي طبي بنسټونو ته درسي نصاب او پلان ورکوي او چارې یې ارزوي.