د خصوصي روغتونونو د درجه بندۍ لپاره د ملي معیارونو د معرفي ورکشاپ پرانیسته د روغتیا مرستیال له لوري ترسره شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۲:۲۱
moph

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د خصوصي روغتونونو لپاره د درجه بندۍ ملي معیارونو معرفي کولو او د سروې کوونکو د روزنې درې ورځني ورکشاپ پرانیسته تر سره کړه

په یاده پرانیست غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د مقام د دفتر لوی رئیس الحاج شیخ محمد طاهر حلیم، د پلان او پالیسۍ لوی رئیس ډاکټر سید رسول منګل، د روغتیايي مرکزونو د اعتبار ورکولو اجرائیوي رئیس مولوي سیف الله معاویه، د اقتصاد او تمویل صحت رئیس ډاکټر میرویس احمدزی، د وزارت یو شمېر نورو رئیسانو، د روغتیا نړیوال سازمان او خصوصي روغتونونو استازو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، په هېواد کې د خصوصي روغتونونو د اهمیت په اړه هر اړخیزه وینا تر سره، د اعتبار ورکولو دا پروسه یې یو ملي بهیر وباله او ویې ویل، روغتیا د خلکو حق دی او د عامې روغتیا وزارت مسؤلیت لري، چې د هېواد ټولو اوسېدونکو ته معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

ښاغلي مرستیال له ګډونوالو وغوښتل، چې خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو دا هڅه د یو ګډ مسؤلیت په توګه ومني؛ تر څو د ټولو معیارونو په پلي کولو سره ناروغانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.

همداراز، د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس، الحاج شیخ محمد طاهر حلیم وویل، د دې لپاره چې د خپل ملت باور تر لاسه کړو، باید طبابت ته په تجارت لومړیتوب ورکړل شي؛ تر څو د روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړ او لا معیاري شي.

 د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی رئیس، ډاکټر سید رسول منګل وویل، خصوصي روغتونونو ته اعتبار ورکول او درجه بندي نه یوازې د ناروغانو په ګټه ده، بلکې د روغتونونو د کارکوونکو او مدیرانو لپاره هم د زیات اهمیت وړ ده او دا بهیر د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، د مدیریتي سیسټم د ښه کېدو او له سرچینو څخه د غوره ګټې اخیستنې لامل ګرځي.

 

دغه راز، د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي مرکزونو د اعتبار ورکولو اجرائیوي رئیس، مولوي سیف الله معاویه خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو پروسې د اهمیت په اړه هر اړخیزه وینا تر سره او دا بهیر یې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو او شفافیت رامنځته کولو لپاره اړین وباله.

د یادونې وړ ده، یاد ورکشاپ به درې ورځې دوام ولري، چې ترڅ کې به یې ګډونوالو ته د اعتبار ورکولو ملي معیارونو او د دې پروسې د ارزښت او پلي کولو په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۳۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت له لوري د افغان حاجيانو درملنې په موخه ۴۲ قلمه بېلا بېل اړين درمل د حج او اوقافو وزارت ته وسپارل شول

دغه درمل د حاجيانو د روغتيا ساتنې، د عامه ناروغيو درملنې او بېړنيو روغتيايي حالاتو ته پر وخت رسېدنې په موخه ياد وزارت ته وسپارل شو، چې د حج فريضې اداء کولو پر مهال به د ټاکل شويو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۲۷
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د جنوب غرب زون د عامې روغتیا له ولایتي مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه

په دې ناسته کې ښاغلي وزیر د غوره او معیاري روغتیایي خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ او مسئولینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د عامې روغتیا وزارت نوې پالیسۍ په اغېزمن ډول تطبیق، له داخلي. . .

BACK TO NEWS