د خوړو او درملو معینیت د اجرائیوي مدیرانو او آمرینو لپاره د ډیجیټل سیسټمونو د کارونې په اړه د پوهاوي غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۵۳
moph

د اداري چارو د ډیجیټل کېدو بهیر پیاوړتیا، د اجراآتو چټکتیا او له الکترونیکي سیسټمونو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه، د عامې روغتیا وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت له لوري د یاد معینیت امرینو او اجرائیوي مدیرانو ته د ډیجیټل سیسټمونو د کارونې په اړه د پوهاوي غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د اسنادو د تحلیل او فعالیتونو د تنظیم رئیس مولوي محمد موسی فایق، د معلوماتي ټکنالوژۍ آمر انجینر محمد رستم محمدي او د یاد معینیت د مدیریت د معلوماتي سیستم (MIS) مسئول انجینر ذبیح‌الله ابدال د ډیجیټل سیسټمونو د اهمیت او ګټو، د کاري بهیرونو په ښه‌والي او چټکتیا کې د هغو د رول او له اړوندو سیسټمونو څخه د سمې ګټې اخیستنې په اړه معلومات او لازمې لارښوونې وړاندې کړې.

همدارنګه، په دې غونډه کې د ډیجیټل سیسټمونو پر منظمې او اغېزمنې کارونې، د بېلابېلو څانګو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا، د معلوماتو پر غوره ثبت او مدیریت او د کاغذي چارو د کمولو پر اهمیت ټینګار وشو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت په وزیر محمد اکبر خان تخصصي او ثالثي روغتون کې د سینې او هډوکو د سرطانونو په اړه د عامه پوهاوي کنفرانس ترسره شو

په دې کنفرانس کې چې د یاد روغتون رئیس ډاکټر عنایت الله عنایت، ټرېنرانو، ټريني ډاکټرانو او یو شمېر نورو روغتیايي کارکوونکو ګډون کړی و. ډاکټر عنایت الله عنایت د کنفرانس موخه روښانه کړه او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري په نورستان ولایت کې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو روغتیايي مرکزونو د بیارغونې چارې پیل شوې

د یادو روغتیايي مرکزونو د بیارغونې چارې د نورستان والي الحاج قاري زین العابدین عابد، د عامې روغتیا رئیس الحاج ډاکټر سمیع الله عابد نیازي، د ولایتي روغتون آمر مولوي نقیب الله نوري او یو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۵۷
Background image

په کابل ښار کې د درملو شپږ عمده پلورنځي موقتاً مهر او لاک شول

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې ریاست کارکوونکو د خپلو ورځنیو څارنو او پلټنو په لړ کې، د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې د دشت برچي په سیمه کې د خپلواک مارکېټ د درملو له ۹ عمده پلورنځیو. . .

BACK TO NEWS