د خوړو خوندیتوب لوی ریاست د مهمو تخنیکي او مسلکي موضوعاتو د ارزونې په موخه اداري ناسته ترسره کړه
دا ناسته د خوړو خوندیتوب لوی رئیس، ډاکټر نعیمالله ایوبي په مشرۍ د معينيت د رئیسانو، متخصصینو او آمرینو په شتون کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې شخصي استعمال لپاره د واردېدونکو خوراکي توکو اړوند اصولو پر تطبیق، د ماشومانو لپاره د لوړ خطر لرونکو خوږو توکو د استعمال مخنيوي برخه کې د لازمو اقداماتو په ترسره کولو، د نه کارېدونکو خوراکي توکو د له منځه وړلو حکم پر تطبیق او د خوراکي توکو تولیدي شرکتونو د محصولاتو د ثبت بهیر پر چټکتیا بحث او خبرې وشوې.
د ناستې په پای کې د ګډونوالو د نظرونو او وړاندیزونو تر اورېدو وروسته د مطرح شویو موضوعاتو په اړه لازمې پرېکړې او لارښوونې وشوې.
