د داوطلبۍ خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو ریاست ټولو هغه په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د عامې روغتیا وزارت اړوند مرکزي سټاکونو په اساسي توګه بیارغلو پروژه چې د ریفرنس شمېره MOPH/NCB/1402/W-02 ده، د داوطلبۍ په پروسه کې یې ګډون وکړي او د اړونده شرطپاڼې سافټ په فلش کې د ساختماني چارو تدارکاتي آمریت څخه لاس ته راوړي، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل مطابق دې خپل آفرونه (وړاندېزونه) د شرطپاڼې د شرایطو مطابق، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر شنبه ورځې ۰۱/۰۳/۱۴۴۵ ه ق چې د ۲۵/06/1402 ه ش نیټې سره سمون لري ترتیب او په یاده نیټه د سهار په لس بجو د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ته، چې د عامې روغتیا څلور لارې وزیر محمد اکبر خان کابل – د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې خونې ته وسپاري. ناوخته رسیدونکي او انټرنیټي آفرونه د منلو نه دي د آفر تضمین د (226,000) دوه سوه او شپږ ویشت زره افغانیو په ارزښت د بانک ګرنټي په بڼه دی او د آفر پرانستې غونډه به په یاده نېټه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې په خونه کې ترسره کیږي.