د داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو  برابرو  داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ چې د عامې روغتیا وزارت اړوند لاندې روغتونونو لپاره د مایع ګاز تدارک (1000 بستریز، 450 بستریز، ځوانانو 100بستریز، د اغوش کمپ 100 بستریز، کوهدامن 20 بستریز او پلچرخي 50 بستریز) روغتونونو ناروغانو او نوکریوالانو لپاره د خوړو پخلې لپاره  د مایع ګاز تدارک چې د ( MOPH/1404 /NCB/G -1269) داوطلبۍ شمېرې لرونکی ده ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د tenders.ageops.af سایټ له لارې څخه ترلاسه کړي، او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرز العمل سره سم په سر تړلي بڼه د دې اعلان د خپرېدو سره سم د 17/02/1404 هـ ش نېــټې،د چهار  شنبې ورځ سهار تر 10:00 بجو پورې د عامې روغتیا وزارت د  تدارکاتو ریاست د آفر پرانیستې خونې ته، چې د وزیر محمد اکبر خان مېنه  د عامې روغتیا وزارت څلور لارې ته څېرمه قرارلري، وسپاري.

 ناوخته رارسېدلي او د انټرنیټ له لارې استول شوي وړاندیزونه(آفرونه) د منلو وړ نه دي. د آفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه (115,000) یو سل پنځلس  زره افغانۍ دي او د آفر پرانیستلو غونډه د 17/02/1404 هـ ش نېــټه، دوشنبه ورځ سهار 10:00 بجو د عامې روغتیا وزارت څلور لارې ته څېرمه، د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې په خونه کې ترسره کېږي.

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۴۱
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د 1405 مالي کال لپاره د 42 قلمه پاکونکو موادو تهیه او تدارک.

شماره- MOPH/NCB/IGICH/1405/G8

د اندراګاندي د ماشومانو درملنې انسټیټیوټ د تدارکاتو لوی مدیریت ټولو په شرایطو برابرو . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۹:۵۷
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرایوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د صدري ابن سینا روغتون ریاست په پام کې لري، د ( 15000طبي اکسیجن بالونونو ډکولو او . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۲۸
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري؛ تر څو (د غزني  ولایت . . .

Back to tenders