د داوطلبۍ خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
ریفرینس نمبر: (MOPH/PPP/DBOT/1405/002)
علي جناح روغتون کې (د استصناع د مصنوع د منافعو په بدل کې) له لارې د کفیتریا او پایوازخونو جوړولو پروژې د داوطلبۍ اعلان:
د پروژې د اعلان نیټه: ۰۵/۰۵/۱۴۰۵
د پروژې په هکله لنډ معلومات:
د افغانستان اسلامي امارت عامې روغتیا وزارت د عامه او خصوصي مشارکت ریاست په شرایطو برابر ټولو لیواله شرکتونو ته بلنه ورکوي، چې علي جناح روغتون کې د (۳۲۵) متر مربع ځمکه باندي د ( استصناع د مصنوع د منافعو په بدل کې) له لارې د کفیتریا او پایوازخونو جوړولو پروژه تطبیق کېږي، د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.
لیواله شرکتونو کولای شي چې د اړونده پروژې شرطپاڼه په حضوري ډول د عامې روغتیا وزارت د عامه او خصوصي مشارکت ریاست څخه ترلاسه کړې.
لیوال شرکتونه د شرطپاڼې په اساس د یادي پروژې لپاره د استصناع په اساس طرحه او مالي موډل ترتیب، او د ۲۵/۰۵/ ۱۴۰۵ نېټه یکشنبې ورځ سهار لس بجې د عامې روغتیا وزارت د عامه او خصوصي مشارکت ریاست کې د داوطلبۍ غونډې ته وړاندې کړي.
د معلوماتو لپاره په لاندې بریښنالیک او ټیلیفون شمیرې اړیکه ونیسئ
ادرس: د عامې روغتیا وزارت څلور لارې وزیر محمداکبرخان، کابل، افغانستان
د اړیکې شمیره: 0202302539
بریښنالیک: / ppphealth.mpph@gmail.com ppp_health@moph.gov.af
