د داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛څو د عامې روغتیا وزارت د مرکزي ادارو او دوهمو واحدونو د اړتیا وړ د فرنیچربابو پروژه چې د پېژندنې شمېره یې ( MOPH/NCB/1403/G16) ده د داوطلبۍ پ پروسه کې یې ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافت کاپي د فلش یا حافظې له لارې د اجناسو او غیرمشورتي خدماتو د تدارکاتو آمریت څخه ترلاسه کړي او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرز العمل سره سم په ۲سرتړلي بڼه د دې اعلان د خپرېدو سره هم مهاله د ۰۵/۰۷/۱۴۰۳ نېټې، د پنج شنبې ورځې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفرونو د پرانیست خونې ته، چې د وزیر محمد اکبر خان مېنې اړوند، د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څېرمه قرارلري وسپاري.

 ناوخته رارسیدلي او د انټرنیټ له لارې استول شوي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي. د وړاندیز تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه ۲۵۰۰۰۰ (دوه سوه پنځوس زره) افغانۍ دی او د وړاندیزونو د پرانیستلو غونډه د ۰۵/۰۷/۱۴۰۳ نېټه، د پنج شنبې په ورځ د سهار په ۱۰:۰۰بجو د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څېرمه، د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفرونو د پرانیستلو په خونه کې ترسره کېږي.

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۵۰
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوې پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عدلي طب ریاست د مرکز او ولایاتو لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ او تصویر اخیستنې وسایلو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۳۹
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت لپاره د لایسنس سوفوس فایروال تهیه، تدارک . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د (هیموډیالیز پروژې اړوند د مرکز او ولایتونو ۲۵ پایې ماشینونو تدارک او چمتو کولو پروژه   ) چې د  (MOPH/1405/NCB/G . . .

Back to tenders