د داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د عامې روغتیا وزارت اړوند د ۶۵ قلمه طبي تجهیزاتو  د تقویتي میکانیزم صحتمندۍ پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې، چې د (MOPH/sehatmandi/SM/1403/NCB/GG011)   شمېرې لرونکی ده ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافت کاپي د فلش یا حافظې له لارې د اجناسو او غیرې مشورتي خدماتو د تدارکاتو آمریت اړوند، د درملو لوی مدیریت څخه ترلاسه کړي، او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرز العمل سره سم په سر تړلي بڼه د دې اعلان د خپرېدو سره سم د ۲۶/۰۷/۱۴۰۳ نېــټه، پنجشنبې ورځ د سهار تر ۱۰:۰۰بجو پورې د عامې روغتیا وزارت د  تدارکاتو ریاست د آفر د پرانیستې خونې ته، چې د وزیر محمد اکبر خان مېنه کې د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څېرمه قرار لري وسپاري.

 ناوخته رارسېدلي او د انټرنیټ له لارې استول شوي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.

دآفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه ۳۱۰۰۰۰(درې سوه لس زره ) افغانۍ دی او د وړاندیزونو د پرانیستلو غونډه د ۲۶/۰۷/۱۴۰۳ نېــټه، پنجشنبی ورځ د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څېرمه، د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې په خونه کې ترسره کېږي

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۱۱:۳۵
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د تدارکاتوقانون د دري څلوېښتمې مادې دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د صدري ابن سینا روغتون ریاست په پام کې لري؛ څو د یاد روغتون اړوند ۶۷ قلمه درملو د تدارک او . . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۱۱:۲۱
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د تدارکاتوقانون د دري څلوېښتمې مادې دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د صدري ابن سینا روغتون ریاست په پام کې لري؛ څو د یاد روغتون اړوند د طبي ملزمو او لابراتواري . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۹ - ۱۱:۲۸
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري؛ څو د عامې روغتیا وزارت اړوند  شیخ زاید . . .

Back to tenders