د داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، څو د بلخ، کندهار، هرات او ننگرهار ولایتونو لابراتوارونو لپاره قرطاسیه باب پروژه چې د پېژندنې شمېره یې ( MOPH/1403/NCB/G004) ده د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافت کاپي د فلش یا حافظې له لارې د اجناسو او غیر مشورتي خدماتو د تدارکاتو آمریت څخه ترلاسه کړي، او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرز العمل سره سم په سرتړلي بڼه د دې اعلان د خپرېدو سره هم مهاله د ۱۰/۰۸/۱۴۰۳ نېټه، د پنجشنبې ورځې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د عامې روغتیا وزارت د  تدارکاتو ریاست د آفرونو د پرانیستلو خونې ته چې د وزیر محمد اکبر خان مېنه کې د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څېرمه قرارلری، وسپاري.

ناوخته رارسېدلي او د انټرنیټ له لارې استول شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه (۵۶۰۰۰) شپږ پنځوس زره افغانۍ دی او د آفرونو د پرانیستلو غونډه د ۱۰/۰۸/۱۴۰۳ نېټه، پنجشنبې ورځ د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څېرمه، د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفرونو د پرانیستلو په خونه کې ترسره کېږي.

More tenders

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۲۲
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري لاندې تړون ګټونکی داوطلب ته ورکړي:

د . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۲:۰
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د لاندې ذکر شویو پروژو:

د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي  او د اړونده شرطپاڼې سافټ د tenders . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۰:۲۲
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د الشفاء روغتون د محمد علي جناح تعمیر  په پام کې لري لاندې تړونونه ګټونکو . . .

Back to tenders