د داوطلبۍ خبرتیا !

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د بلخ، کندهار، هرات او ننگرهار ولایتونو لابراتوارونو لپاره فرنیچر باب پروژه چې د پيژندنې شمیره یې ( MOPH/1403/NCB/G.001) ده د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافت کاپي د فلش یا حافظې له لارې د اجناسواو غیرمشورتي خدماتو د تدارکاتو آمریت څخه ترلاسه کړي، او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرز العمل سره سم په سرتړلي بڼه د دې اعلان د خپرېدو سره هم مهاله د 19/08/1403 نېټې، د شنبې ورځې د سهار تر 10:00 بجو پورې د عامې روغتیا وزارت د  تدارکاتو ریاست د آفرونو د خلاصولو خونې (اتاق) وزیر محمد اکبر خان مېنه، چې د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څېرمه قرارلری وسپاري. ناوخته رارسیدلي او د انټرنیټ له لارې راغلي آفرونه د منلو وړ ندي.

د آفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه 250,000 (دوه سوه پنځوس زره ) افغانۍ دی او د آفرونو د خلاصولو جلسه د 19/08/1403 نیټه، د شنبې په ورځ د سهار په 10:00 بجو د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څېرمه، د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفرونو د خلاصولو په خونه کې ترسره کیږي.

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۴۱
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د 1405 مالي کال لپاره د 42 قلمه پاکونکو موادو تهیه او تدارک.

شماره- MOPH/NCB/IGICH/1405/G8

د اندراګاندي د ماشومانو درملنې انسټیټیوټ د تدارکاتو لوی مدیریت ټولو په شرایطو برابرو . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۹:۵۷
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرایوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د صدري ابن سینا روغتون ریاست په پام کې لري، د ( 15000طبي اکسیجن بالونونو ډکولو او . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۲۸
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري؛ تر څو (د غزني  ولایت . . .

Back to tenders