د دایکندي ولایت عامې روغتیا ریاست ته د څه باندې ۹ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د توبرکلوز ۱۶ قلمه لابراتواري مواد او ریجنټونه وسپارل شول
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) له لوري د دایکندي ولایت د ولسوالیو په روغتیايي مرکزونو کې د توبرکلوز ناروغۍ د تشخیص بهیر پیاوړتیا او د غوره لابراتواري خدمتونو د وړاندې کولو په موخه، د څه باندې ۹ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۱۶ قلمه لابراتواري مواد او ریجنټونه برابر او د دایکندي ولایت د عامې روغتیا ریاست ته وسپارل شول. دغه مواد د دایکندي ولایت د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر جواد حکیمي په شتون کې د یاد ریاست مسؤلینو ته وسپارل شول.
ياد لابراتواري مواد او ریجنټونه به د توبرکلوز ناروغۍ د کنټرول پروګرام پیاوړتیا، تشخیصيه خدمتونو ته د خلکو لاسرسي ښه والي او د روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړولو په موخه، د اړتیا له مخې د ياد ولایت د ولسوالیو روغتیايي مرکزونو ته ووېشل شي.
