د دعوت ارشاد رئیس او ورسره مل پلاوي د هیواد شمالي ولایتونو ته سفر پیل کړ
د عامې روغتیا وزارت د دعوت ارشاد رئیس مولوي محمد قاسم حقاني په مشرۍ ګډ پلاوي د هېواد شمالي ولایتونو ( بغلان، کندز، مزار شریف، جوزجان او سمنګان) ته سفر پیل کړ
د یاد سفر موخه روغتیايي کارکوونکو ته د روغتیا په برخه کې د اصلاحي بیانونو ترسره کول، د روغتیايي ادارو څخه د دعوت او ارشاد د قوانینو په رڼا کې څارنه او کنټرول او په ولایتونو کې د دعوت او ارشاد عمومي مدیریتونو خالي بستونو ته د ځینو کسانو ورپېژندل دي.
په همدې موخه یاد سفر د بغلان ولایت څخه پیل او د بغلان ولایت عامې روغتیا ریاست او مرکزي روغتون سربېره د ګڼو نورو روغتیايي ادارو څخه لیدنې ترسره شوې، چې په ترڅ کې یې روغتیايي کارکوونکو ته اصلاحي بیانونه ترسره او د اسلامي اوامرو د تطبیق پر اهمیت کارکوونکو ته لارښوونې ترسره شوې.
د یادونې وړ ده، چې یاد سفر به څو ورځې نور هم دوام وکړي او په ترڅ کې به یې کندز، مزارشریف، جوزجان او سمنګان ولایتونو روغتیايي کارکوونکو ته اصلاحي بیانونه او لازمې اسلامې سپارښتنې ترسره شي.