د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د مانکي پاکس ناروغۍ د مخنیوي اړوند له داخلي او نړیوالو همکارانو سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۳ - ۱۵:۵۱
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د تېرو ناستو په دوام د مانکي پاکس (بیزو تڼاکې) ناروغۍ د مخنیوي اړوند له داخلي او نړیوالو همکارانو سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې، چې د روغتیا، یونیسیف او کډوالۍ نړیوالو سازمانونو استازو او د وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو شتون درلود، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د مانکي پاکس ناروغۍ د مخنیوي او کنټرول په برخه کې د یادو سازمانونو او د وزارت یو شمېر ریاستونو اړوند، کاري کمېټو د ترسره شویو چارو د راپور اورېدنې ترڅنګ په دې برخه کې د چارو د لا چټکتیا، لازمو تدابیرو نیولو او اسانتیاوو برابرولو اړوند لازمې سپارښتنې ترسره کړې.

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال دغه راز وویل: " که څه هم په افغانستان کې تر دې دمه د دې ناوړه ناروغۍ کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، خو موږ باید په سمه توګه چمتوالی ولرو؛ ترڅو هېوادوال مو له بیزو تڼاکې او ورته نورو ساري ناروغیو څخه وژغورل شي".

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۴۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ معینیت کې د EPHS او BPHS روغتیایي کڅوړو د بیاکتنې په موخه ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د معینیت مشاورینو، یو شمېر مرکزي رئیسانو، د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۲:۱
Background image

ننګرهار او بلخ ولایتونو کې له یو شمېر درملتونونو او خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت تر سره شو

دغه نظارت چې د یادو ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو د څارنې او پلټنې نظارتي ټیمونو له لوري تر سره شو، پایله کې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار په لومړۍ او دوهمه ناحیه کې له یو شمېر. . .

BACK TO NEWS