د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د پنجشیر ولایت د رُخه روغتون له خدمتونو لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۹:۴۳
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او ورسره مل پلاوي پنجشیر ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د رُخه روغتون له خدمتونو لیدنه ترسره کړه

د روغتیايي چوپړتیاوو مرستیال د یاد روغتون د بېلابېلو روغتیايي څانګو له خدماتو څخه د لیدنې سربېره په دغه روغتون کې له نږدې د بستر ناروغانو احوال واخیست.

نوموړي دغه راز د یادې لیدنې پرمهال روغتیايي کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې د ناروغانو ستونزو ته د رسېدنې او درملنې برخه کې له هیڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د غزني او بادغیس ولایتي روغتونونو ته دوه پرمختللي اکسری ماشینونه وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له لوري د ۱۴۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت دوه پرمختللي اکسری ماشینونه پېرل شوي او د غزني او بادغیس ولایتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري د سلیم نیچرل فابریکې اړوند ۳۵۲۰ کیلوګرامه بې‌کیفیته درمل له منځه یووړل شول

یاد درمل چې دوه قلمه وو، یو قلم یې ۱۳ زره او ۳۰۰ بوتله او بل قلم یې ۷ زره بوتله درمل وو، چې د درملو د کیفیت کنټرول لابراتوار د ازموینو پایلو کې بې کیفیته او منفي ثابت شوي وو، د اړوندو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

د خوړو او درملو معینیت اداري غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په مشرۍ د درملو اړوندو برخو رئیسانو، مشاورینو او تخنیکي، حقوقي او اداري متخصصینو سره اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

BACK TO NEWS