د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د یو شمیر ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو سره انلاین لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۰ - ۱۵:۳۰
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په خپل کاري دفتر کې د هرات، بادغیس او غور ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو سره د روغتیا په برخه کې د وروستیو پرمختګونو او د موجود ستونزو د حل په موخه انلاین لیدنه ترسره کړه

ولایتي رئیسانو د روغتیا په برخه کې وروستي پرمختګونه او موجوده ستونزې د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ سره شریک کړل او د ستونزو د حل غوښتونکي شول.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په یادو ولایتونو کې د روغتیا په برخه کې وروستي پرمختګونه وستایل او د اړمنو هېوادوالو روغتیايي ستونزو ته د بشپړې رسېدنې او معیاري درملنې په موخه یې د نیمګړو روغتیايي پروژو تکمیل، روغتونونو او روغتیايي مرکزونو ته پر وخت د درملو او نورو اړینو روغتیایي توکو او لابراتواري موادو رسول اړین وبلل او له مسؤلینو یې وغوښتل، چې دې برخو ته جدي پاملرنه وکړي.

نوموړي همداراز د یادو ولایتونو روغتیايي مسؤلینو ته د موجوده ستونزو د حل په موخه د لازمو اقداماتو ترسره کېدو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS