د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال نیمروز ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي سره ليدنه وکړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۶ - ۱۵:۳۳
moph

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي نیمروز ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي، شیخ محمد قاسم خالد سره ليدنه وکړه

په دې ليدنه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د خپل سفر اړوند، چې موخه یې د روږدو ناروغانو له کمپونو او د بېرته راستنېدونکو له پنډغالو څخه ليدنه، د هغوی د ستونزو اورېدل او ورته د روغتيايي خدمتونه برابرول دي معلومات ورکړل او زیاته يې کړه، چې د عامې روغتیا وزارت په پلان کې لري، د ولايتي ادارې د دوامداره غوښتنو په اساس په دې ولايت کې روږدو کسانو لپاره درمل او نورې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د نیمروز والي یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې اوس مهال تر ډېره د روږدو ناروغانو اړتیاوې حل شوي او روغتیا وزارت دې د دوی لپاره د روغتيايي خدمتونو برابرولو ته پاملرنه وکړي.

د نیمروز والي همداراز، یاد ولایت کې د تودوخې زیاتوالي ته په اشارې د روږدو ناروغانو بېلا بېلو روغتیايي ستونزو په اړه هم خبرې وکړې او د عامې روغتیا وزارت له پلاوي څخه یې وغوښتل، چې د دوی درملنې برخې ته لازمه پاملرنه وکړي.

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، د روږدو ناروغانو د درملنې برخه کې شته ستونزې واورېدې او د حل ډاډ يې ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS