د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال هرات ولایت کې د روږدو ناروغانو درملنې ۱۵۰ بستريز روغتون څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۸ - ۱۴:۵۳
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي هرات ولایت ته د سفر په ترڅ کې د روږدو ناروغانو د درملنې ۱۵۰ بستريز روغتون څخه لیدنه وکړه، د روغتیايي کارکوونکو هڅې یې وستایلې او د خدماتو لا ښه والي په اړه یې ورته لازمې سپارښتنې وکړې؛ ترڅو د روږدو ناروغانو غوره درملنه وشي.

ښاغلي مرستیال همداراز، د یاد روغتون د روغتیایي کارکوونکو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د حل ډاډ یې ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS