د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال په پکتیکا ولایت کې د روغتیايي مرکزونه فعاليتونه و ارزول

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۳:۲۵
moph

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یوه تخنیکي پلاوي په ملتيا پکتیکا ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له ولایتي روغتون او د مټاخان جامع، یوسف‌ خېل اساسي او  مِست فرعي روغتيايي مرکزونو او د خیرکوټ ولسوالۍ له روغتون څخه لیدنې وکړې.

ښاغلي مرستيال، د یادو روغتیايي مرکزونو بېلابېلې څانګې وکتلې، ستونزې یې په نښه او د حل په موخه یې اړوندو مسؤلینو او روغتیايي کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې وکړې؛ څو د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې د خنډ او ځنډ مخنيوی وشي.

هغه همداراز، په يادو روغتيایي مرکزونو کې د ناروغانو احوال واخيست، د هغوی ستونزې یې واورېدې او روغتیايي کارکوونکو ته یې سپارښتنه وکړه، چې له مراجعینو سره د غوره چلند ترڅنګ، د هغوی روغتیايي ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي.

 دغه لیدنې د روغتیايي خدمتونو ښه والي په موخه ترسره شوې او اړوندو مسؤلينو ته هم د شته ستونزو حل او د خدمتونو لا ښه‌ والي په اړه لازمې سپارښتنې وشوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۴:۱۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت تخنیکي پلاوي د دې وزارت د نقلیه وسایطو ارزونې په موخه يو شمېر ولایتونو ته سفر تر سره کړ

د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ په لارښوونه د دې وزارت د ترانسپورټ امر، ثابت‌ الله صدیقي په مشرۍ درې کسیز تخنیکي پلاوي د دې وزارت نقلیه وسایطو د وضعیت ارزونې په موخه بدخشان، تخار، کندز،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۳:۳۲
Background image

د کونړ ولایتي روغتون د هیموډیالیز څانګې سره د جلاله خیریه بنسټ له لوري د ۱۳۷ زره افغانیو په ارزښت د طبي مصرفي توکي مرسته وشوه

یاد طبي توکي د کونړ ولایت د عامې روغتیا ریاست د مرستیال په شتون کې د هیموډیالیز څانګې مسؤلینو ته وسپارل شول. دغه مرسته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو ملاتړ او د ډایالیز ناروغانو لپاره. . .

BACK TO NEWS