د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال د ایران هېواد فوق تخصص ډاکټرانو له یو ټیم سره ولیدل

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي په خپل کاري دفتر کې د ایران هېواد د سرطان درملنې څانګې د فوق تخصص ډاکټرانو له یو ټیم سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د سرطان ناروغانو درملنې برخه کې د دوامداره همکاریو، په دې برخه کې د افغان ډاکټرانو تخصصي روزنې، د سرطان درملنې روغتونونو لپاره د طبي تجهیزاتو برابرېدو او لا زیاتې همغږۍ اړوند بحث او خبرې ترسره کړې.
د ایراني متخصصینو یو ټیم له څو ورځو راهیسې په افغانستان کې دی او په کابل، بلخ، هرات او کندهار ولایتونو کې د سرطان ناروغانو وړیا درملنه کوي.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، د ایراني متخصص ډاکټرانو یاد ټیم له همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د افغانستان عامې روغتیا وزارت رهبري ژمنه ده؛ ترڅو په هېواد کې د سرطان ناروغانو درملنې لپاره د لا ډېرو فرصتونو په برابرولو کې له دې ټیم سره هر اړخیزه همکاري وکړي.