د روغتیا په سکتور کې د اداري فساد پروړاندې مبارزه باندې د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ ټینګار
د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسي معین ډاکټر بشیر نورمل نن د عامې روغتیا وزارت او مدني ټولنې د ګډې کمیټې په لومړۍ ناسته کې ګډون وکړ او د روغتیا په برخه کې د اداري فساد پر وړاندې مبارزه باندې ټینګار وکړ.
دا کمېټه د پالیسي او پلان جوړونې عمومي رئیس ډاکټر عبدالقدیر قدیر په مشرۍ د عامې روغتیا وزارت او مدني ټولنې ترمنځ جوړه شوې ده ترڅو د اداري فساد پروړاندې د مبارزې ستراتیژۍ پلي کول وڅاري.
د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسي معین څرګنده کړه چې د اداري فساد پروړاندې مبارزه د عامې روغتیا وزارت یو له لومړیتوبونو څخه دی او د دې کمیټې له جوړېدو هرکلی کوي.
همدارنګه ډاکټر بشیر نورمل د اداري فساد پر وړاندې مبارزه کې وزارت د پلانونو او ستراتیژیو یادونه وکړه او څرګنده یې کړه چې دغه وزارت د روغتیا سکتور په برخه کې د اداري فساد ضد پروګرامونو او ستراتیژیو پلي کولو ته ژمن دی.
ډاکټر بشیر نورمل وویل: "موږ هڅه کوؤ چې د روغتیا په سکتور کې اداري فساد ټیټې کچې ته ورسؤ، او دا کمیټه کولی شي له موږ سره د اداري فساد په کمولو کې مرسته وکړي."
له بلې خوا، د دې کمیټې غړو د روغتیا سکتور کې د اداري فساد پر وړاندې مبارزه، د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ته وده ورکول او د کړنو د څارنې په برخه کې خپله ژمنه او همکاري څرګنده کړه.