د ساري ناروغیو د کنټرول ریاست روغتیایي کړنې ورازول شوې!
![د ساري ناروغیو د کنټرول ریاست روغتیایي کړنې ورازول شوې!](/sites/default/files/2020-08/888888854.jpg)
د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني د ساري ناروغیو د کنټرول ریاست روغتيايي چارو څخه لیدنه وکړه.
دعامې روغتیا وزارت نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني د یاد ریاست څخه د لیدنې پرمهال د زونوټیک ناروغانو څانګه، اداري څانګه، د نري رنځ ملي پروګرام مرکز، ايډیز(HIV) څانګه، سي ډي سي او فارمسي څانګو فعاليتونه وارزول.
همدا ډول ښاغلي عثماني د یاد ریاست د مسؤولینو ستونزې، وړاندیزنه واورېدل او له دوی څخه يې مننه وکړه، په ورته وخت کې ښاغلي عثماني مسؤولینو ته لارښوونه وکړه، چې د ښه روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو برخه کې هېڅ ډول هڅې ونه سپموئ او ډاډ یې ورکړ چې د عامې روغتیا وزارت رهبري موپه روغتيايي فعاليتونو کې تل ملاتړ کوي.